
په کابل کې يوشمېر ځوانانو په رضاکارانه توګه له اړمنو کسانو سره د مرستې په موخه د سکرو د وېش پروګرام پيل کړی دی.ويل شوي ،چې تراوسه د دغه پروګرام له لارې څه باندې ۲۵۰ اړمنو کورنيو باندې سکاره وېشل شوي دي.دغه پروګرام د مرغومې په ۱۵مه د اسلامي امارت د رياستالوزراء داقتصادي مرستيال عبدالغني برادر او د کابينې د يوشمېر غړيو، مرستيالانو او رئيسانو په شتون کې پيل شو.د يادې رضاکارې ډلې يو غړی محمدصميم غيرت وايي، چې له دغه پروګرام څخه يې موخه د ټولنې له بېوزل او هغو کسانو سره مرسته ده چې د ژمي په دې سړو شپو او ورځو کې په ستونزو کې دي.نوموړی وايي: (( د خلکو وضعيت خراب دی او له هر ډول اقتصادي ستونزو سره مخ دي،خو دا زموږ لومړی او وروستی پروګرام نه دی. موږ په بل پروګرام کې خوراکي توکي وېشو او هر څه مو ،چې په توان کې وي، نه يې سپموو.))رافعه چې د کابل ښار اوسېدونکې ده او څلور اولادونه لري. نوموړې چې په يوه کرايي کور کې ژوند کوي وايي: خاوند يې لس کاله کېږي چې د ترکاريفروشي کراچۍ لري، خو له يادې کراچۍ يې عايد دومره نه دي چې دوی پرې ښه ژوند وکړي.نوموړې همداراز خوښي څرګندوي ،چې د سکرو مرسته ورسره کېږي او په وينا يې، دغه مرستې بايد دوامداره شي.يوه بله اړمنه مېرمن فاضله چې لس کسيزه کورنۍ لري وايي: له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان ده. د نوموړې په وينا، خاوند يې د خپلې کورنۍ يوازينی ډوډۍ راوړونکی دی او سماوار لري.فاضله زياتوي ،چې اقتصادي وضعيت يې خراب دی او داسې شپې هم پرې راغلي چې دا او کورنۍ يې په لوږه وېده شوي دي. نرګس چې خاوند يې مړ شوی او درې لوڼې او دوه زامن لري وايي: لور يې ناروغه ده او يو زوی يې چې ورزشکار و، اوس د اقتصادي ستونزو له کبله روږدی شوی او له مېرمنې او ماشومانو څخه يې دا ساتنه او پالنه کوي.نرګس همداراز زياتوي ،چې کله نا کله يې ګاونډيان لاسنيوي کوي، خو ډېر وخت د خوړو لپاره څه نهلري او په لوږه ويده کېږي.