افغانستانخبرونه

له۲۰۳ منصوري قول اردو څخه ۲۴ تنه مجاهدين فارغ شول

د ملي دفاع وزارت اړوند ۲۰۳ منصوري قول اردو د کشف او استخباراتو په کنډک کې ۲۴ تنه مجاهدين د عقيدتي زده کړو ترڅنګ په مختلفو برخو کې وړمه ورځ د يو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.مسئولينو يادو فارغانو ته د مسلکي زده کړو په اهميت او اړتيا هر اړخيزې ويناوې وکړې او زياته يې کړه، چې د يو مسلکي اسلامي اردو د جوړولو لپاره اړينه ده ،چې په ټولو نظامي برخو کې مسلکي منسوبين وروزل شي. همدا راز فارغانو مسئولينو ته ډاډ ورکړ، چې په پوره زړورتيا سره به خپل ورسپارل شوي مسئوليت مخته وړي، په پای کې يادو فارغانو ته تصديقنامې هم ورکړل شوې.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *