
د لغمان د امنيې قوماندانۍ د نشه يي توکو په وړاندې د مبارزې مديريت مسئولين وايي ،چې د دغه ولايت په اليشنګ ولسوالۍ کې يې پر ۵۰ جريبه ځمکه کرل شوي کوکنار اړولي دي.د لغمان د امنيې قوماندانۍ د نشه يي توکو په وړاندې د مبارزې مدير قاري ادريس د باختر آژانس سيمه ييز خبريال ته ويلي، چې په ټول لغمان کې د نشه يي توکو د لمنځه وړلو کمپاين دوام لري او ډېر ژر به د لغمان نورو ولسواليو کې کرل شوي کوکنار هم واړول شې.د يادونې وړ ده چې له دې وړاندې د لغمان پر مرکز سربيره، اليشنګ، دولت شاه او بادپښ ولسواليو کې هم پر سلګونه جريبه ځمکه کرل شوي کوکنار اړول شوي دي.