افغانستانخبرونه

لغمان کې پر ۱۳ جريبه ځمکه کرل شوي کوکنار واړول شول

د لغمان د امنيې قوماندانۍ د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مديريت مسئولينو د اليشنګ ولسوالۍ اړوند مصطفي او عدلي سيمو کې پر ۸ جريبه ځمکه د کوکنار اړول شوي دي.د دغه ولايت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدير قاري ادريس باختر آژانس ته ويلي، چې د کوکنارو له منځه وړلو کمپاين دوام لري او ډېر ژر به د لغمان په ځينو سيمو او ولسواليو کې کرل شوي کوکنار له منځه يوسي.ورته مهال امنيه قوماندان مولوي نجيب الله بدخشي وويل، چې ټولو مسوولينو او اړوندو ارګانونو ته يې دنده سپارلې، چې پدې پروسه کې چټک والي رامنځته کړي او د دغه بوټي کښت له منځه يوسي.هېره دې نه وي، چې له دې وړاندې هم د دغه ولايت په بېلابېلو سيمو کې پر لسګونه جريبه ځمکه کرل شوي کوکنار اړول شوي وو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *