افغانستانخبرونه

لغمان کې د اوبو  پنځه بندونه جوړېږي

د لغمان د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ رياست مسئولين وايي، چې په دې ولايت کې د ۱۵ ميليونو افغانيو په لګښت د ٥ کرنيزو پروژو چارې پيل شوې دي.د ياد ولايت والي قاري ذين العاب الدين عابد د يادو پروژو د پرانيستو په مراسمو کې وويل، چې اسلامي امارت په هيواد کې د ټولګټو او پراختيايي پروژو پلي کولو ته ژمن دی، چې اوس يي د لغمان په ٥ ولسواليو کې د ٥ چکډيمونو د جوړولو چارې پيل شوې.په ورته وخت کې د لغمان د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ رئيس مولوي محمد ولي محسن وويل، چې په علينګار، عليشنګ، قرغيو، دولت شاه او بادپښ ولسواليو کې د ١٥ ميليونو افغانيو په لګښت ٥ چکډېمونه جوړېږي، چې هر چکډېم به د ٢٠ زره متره مکعبو اوبو د ذخيره کولو وړتيا ولري.هېره دې نه وي ،چې د سيمې اوسېدونکو د يادو پروژو له پيل څخه خوښي څرګنده کړې او له اسلامي امارت څخه يې د ورته کرنيزو پروژو د پلي کولو غوښتنه وکړه.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *