
په ننګرهار کې يو خيريه بنسټ په تېر يو کال کې سلګونه مېرمنې د خياطۍ په برخه کې روزلي او هم يې ورته د کار زمينه برابره کړې ده.د ګلبهار په نامه د بنسټ مسئولين وايي: په تېر يوه کال کې يې د ننګرهار په مرکز جلال آباد ښار او بېلابېلو ولسواليو کې ۱۲۰۰هغه مېرمنې، چې د کورنۍ سرپرستان يې نه درلودل، د خياطۍ په برخه کې روزلې دي.د ياد بنسټ مطبوعاتي مسئول عبدالرازق همدرد رسنيو ته ويلي، په جلال آباد ښار کې۱۵۰ نورې هغه کونډې او بيوزله مېرمنې، چې د خياطۍ په برخه کې روزنه ورکړل شوې وې، فارغې شوې.نوموړي زياتوي: پر يادو مېرمنو يې د يو ميليون افغانيو په ارزښت د خياطۍ ماشينونه او نور وسايل ووېشل، څو د خپل کورنۍ اقتصاد پياوړتيا او ستونزو حل په برخه کې ترې ګټه واخلي.همدرد زياتوي: (( موږ د يو کال په موده کې دولس سوه مېرمنې د خياطۍ په برخه کې روزلي او دا مېرمنې د ننګرهار د بېلابېلو سيمو څخه وې او هر پروګرام کې ۱۵۰ مېرمنو ته د خياطۍ روزنه ورکول کېږي او دغه راز مو تازه ۱۵۰ مېرمنې فارغې کړې ،چې د يو ميليون افغانيو په ارزښت ورته وسايل ورکړل شول.))د نوموړي په خبره، په دوی کې هغه مېرمنې شاملې دي ،چې د کور مسئوليت پر غاړه لري او يا هم له بد اقتصادي وضعيته کړېږي.زينت او عايشه د هغه مېرمنو له ډلې څخه دي ،چې په دغه پروګرام کې روزل شوې، خوښي ښکاره کوي او زياتوي ،چې د ناسم اقتصادي وضعيت له کبله له زياتو ستونزو سره مخ دي، دوی تمه ښيي چې په خپلو کورونو کې د کار پيلولو پرمټ به وکولای شي ،چې له دې لارې د خپلې کورنۍ لګښتونه تر يوه بريده پوره کړي.زينب زياته کړه: (( زه کونډه يم او خاوند مې مړ شوی او اوس د دولس کسيزه کورنۍ سرپرستي راترغاړې ده، ډېره خوشحاله يم ،چې دلته مې خياطي زده کړه او له دې لارې به خپلې کورنۍ ته نفقه برابروم.))عايشه زياتوي: (( خاوند مې ناروغ دی او نور اولادونه مې کوچني دي، د پيسو د پيدا کېدو بله لاره نه لرم، د همدې خياطۍ له لارې به پېسې ګټو او د خپلې کورنۍ اقتصادي ستونزې به حل کوم.))په ورته مهال د ياد پروګرام يوه ګډونواله مېرمن زرمينه له نورو مرستهکوونکو بنسټونو هم غواړي ،چې د مېرمنو لپاره دې ورته ځانګړي برنامې جوړ کړي، څو وکولای شي چې په خپلو کورونو کې د کار او زيار پرمټ خپلو ستونزو ته حل لار وګوري.زرمينه زياتوي: ((که په کورنۍ کې ښځه او خاوند دواړه کار وکړي ، نو په دې سره کورني تاوتريخوالي هم نه رامنځته کېږي .