افغانستانخبرونه

قطر په افغانستان کې پانګونې ته لېوالتيا ښودلې

د سوداګرۍ او پانګونې خونې سرپرست ويلي: قطر په افغانستان پانګونو ته لېواله دی او ټاکل شوې په نږدې راتلونکي کې په همدې موخه يو قطري پلاوي افغانستان ته راشي. محمد يونس مومند زياتوي: به نږدې راتلونکي کې به په افغانستان کې يوه سوداګريزه او ټرانزيټي اکاډمي هم جوړه شي.د سوداګرۍ او پانګونې خونې سرپرست محمد يونس مومند زياتوي: (( په افغانستان کې درې عمده موضوعات ،(امنيت راتلل، د فساد نه‌شتون او د کوکنارو کښت له منځه وړل) دې ته زمينه برابره کړې چې بهرني پانګه‌وال راشي او دلته پانګونه وکړي.))له دې سره سم، د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مديره پلاوي غړي پر دې باور دي ،چې د چين، ايران او پاکستان په ګډون د سيمې هېوادونه هم په افغانستان کې پانګونو ته لېواله دي.د ده په وينا: په اوسني وخت کې اړتيا ده ،چې د افغانستان په کانونو او کرنيزو برخو کې ډېرې پانګونې وشي.خانجان الکوزی وايي: (( د ايران په څېر ډېر ګاونډي هېوادونه دي، چې غواړي د وسپنې کان دوه تړونونه وګټي. چين او روسيې هم پانګونې ته لېوالتيا څرګنده کړې ده.))له بل لوري د اقتصادي چارو شنونکي په افغانستان کې د بهرنيانو د پانګونو لپاره د زمينې برابرول د هېواد د اقتصاد د غوړېدا لپاره ډېر مهم ګڼي.د اقتصادي چارو کارپوه شاکر يعقوبي وايي: ((د پانګه والو د مالي او ځاني امنيت برابرول، د بهرنيو پانګه والو لپاره د ملاتړ او هڅونې د حللارې پيدا کول او په افغانستان کې د پانګونې د راجلبولو لپاره د روښانه او موخيزه تګلاره درلودل، هغه څه دي، چې په افغانستان کې د پانګونې په برخه کې مهم ګڼل کېږي.))تر دې مخکې د رياست الوزراء اقتصادي معاونيت ويلي وو، په افغانستان کې د اسلامي امارت له بيا واکمنېدو وروسته ډېرو بهرنيو شرکتونو په افغانستان کې پانګونو ته لېوالتيا ښودلې او په وينا يې ياد شرکتونه غواړي چې په خصوصي سکتور کې تر ۱۰ ميليارده ډالره پانګونې وکړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *