
د تېر کال د فيفا نړيوال جام کوربه هېواد قطر د اړوند سياليو د ګډونوالو لپاره جوړ شوي ۱۰۰۰۰ ګرځند کورونه د ترکيې او سوريې د زلزلې له کبله د اغېزمنو سيمو خلکو ته ډالۍ کړل.په ترکيه کې له يو ميليون ډېرو خلکو خپل کورونه له لاسه ورکړي او وېره ده، چې دا شمېر په سوريه کې له دې هم ډېر وي.د نړيوالو مرستندويې هڅې روانې دي، چې د دوی ډېرې هڅې تر خاورو لاندې د ژونديو پاتې کسانو پر ژغورلو خواړو رسولو، رواني پاملرنې او سرپناه برابرولو راڅرخي.