افغانستانخبرونه

قزاقستان له افغانستان سره سياسي، تجارتي او بشري اړيکو ته دوام ورکوي

په کابل کې د قزاقستان جمهوريت سفير ښاغلي عليم خان يسين گيلدييف او ورسره مل پلاوي پرون د اسلامي امارت د بهرنيو چارو له وزير مولوي امير خان متقي سره وکتل. په دې غونډه کې د افغانستان او قزاقستان ترمنځ پر ګڼو سياسي، امنيتي، اقتصادي او کلتوري مسايلو هراړخيزې خبرې وشوې.  د قزاقستان سفير ښاغلي عليم خان يسين ګيلدييف وويل، چې هېواد يې افغانستان ته د يوه دوست هېواد په سترګه ګوري او غواړي چې خپلې اړيکې له افغانستان سره پراخې کړي.  د قزاقستان سفير وويل، چې د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ کچه په تېر يوه کال کې ۹۰۰ ميليونه ډالرو ته رسېدلې ،چې دا د تېر په پرتله ۳۰۰ ميليونه ډالر مثبت توپير ښيي.  سفير همداراز وويل، چې هېواد به يې له افغانستان سره خپلو سياسي، تجارتي او بشري اړيکو ته دوام ورکړي او زياته يې کړه، چې تمه ده د قزاقستان د بشري مرستو تازه جوپې هم په لنډ وخت کې افغانستان ته راورسېږي. د قزاقستان سفير همدارنګه وويل، چې هېواد يې ژمن دی، چې افغان محصلينو ته په کلني ډول د لوړو زده کړو د بورسيو ورکړې ته دوام ورکړي.   د بهرنيو چارو وزير له ښه راغلاست وروسته د قزاقستان د پرانيستي او ناپېيلي بهرني سياست هرکلی وکړ او زياته يې کړه،چې په سيمه کې له وروستيو بدلونونو سره په کار دی، چې افغانستان او قزاقستان په ګڼو برخو کې راکړه ورکړه او همکارۍ زياتې کړي.  مولوي امير خان متقي وويل، چې د افغانستان حکومت د خپل اقتصاد محوره بهرني سياست پرمټ غواړي د هېواد په ګڼو مسيرونو کې د رېل پټلۍ ليکې جوړې کړي او په دې برخه کې د قزاقستان تخنيکي مرستې ته اړتيا ليدل کېږي.  د بهرنيو چارو وزير د دواړو هېوادونو ترمنځ په اړيکو کې په کابل کې د قزاقستان د سفارت هڅې وستايلې او زياته يې کړه ،چې د قزاقستان په استانه او الماتې کې د افغانستان سفارت او کونسلګرۍ دواړه له مرکزي حکومت سره کاري تماس لري او په دوو اړخيزو اړيکو کې ګټور رول لري. د بهرنيو چارو وزير هيله څرګنده کړه، چې د افغانستان او قزاقستان ديپلوماتيکې اړيکې لا وغوړېږي چې دواړه هېوادونه له نويو فرصتونو اعظمي ګټه پورته کړي. د بهرنيو چارو وزير د قزاقستان سفير ته ډاډ ورکړ چې افغانستان چمتو دی، په سويلي آسيا کې له سمندر سره د قزاقستان په نښلوون کې د ټرانزيټ رول ولوبوي او له ښاغلي سفيره يې هم وغوښتل ،چې له افغانستان سره هم د اړتيا پرمهال هېواد ورته ټرانزيټي آسانتياوې برابرې کړي. مولوي امير خان متقي همداراز په پای کې د قزاقستان سفير ته ډاډ ورکړ ،چې افغانستان کې اوس د هېچا لپاره ګواښونه نه شته او د اسلامي امارت امنيتي ځواکونه هېڅ کومې ډلې ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د بل هېواد پرخلاف وکاروي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *