افغانستانخبرونه

قرغزستان: د هرات زلزله ځپلو وګړو ته بشري مرستې لېږو

اې کې پرس ويبپاڼې د قرغزستان د بېړنيو چارو وزارت د سرچينو له قوله خبر ورکړی، چې ډېر ژر به د افغانستان هرات ولايت د زلزله ځپلو د ملاتړ لپاره بشري مرستې واستول شي. د دې خبر له مخې،  دا مرستې د دې هيواد د ولسمشر سدير جپاروف په لارښوونه استول کېږي، چې اوړه، بوره، نباتي غوړي، بسترې، کمپلې او د اړتيا وړ نور توکي پکې دي. په هرات ولايت کې د اکتوبر په ۷مه نيټه يوې سختې زلزلې چې شدت يې د ريښتر په کچه شپږ اعشاريه دری درجې و، ولړزاوه، نږدې ۲ زره کسان په کې شول او سلګونه کورونه يې په بشپړه توګه ويجاړ کړل.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *