افغانستانخبرونه

قاري محمد يونس راشد: ځوانان بايد د غربي هېوادونو د فکري جګړې تر اغېزې لاندې رانه شي

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو مرستيال قاري محمد يونس راشد، غزني ته د خپل سفر په لړ کې د دغه ولايت له ځوانانو سره په ليدنه کې وويل، چې افغانستان روښانه راتلونکي لري او ځوانان بايد د غربي هېوادونو د فکري جګړې تراغېزې لاندې رانه شي.په دغې ليدنه کې د ياد ولايت ځوانانو له قاري محمد يونس راشد سره خپلې پوښتنې او غوښتنې د زده کړې، کار، فرهنګ او اقتصاد په برخو کې د آزاد بحث په ترڅ کې شريکې کړې او د حل غوښتنه يې وکړه.ورته وخت کې راشد ځوانانو ته په وينا کې وويل، چې غربيانو په افغانستان کې ګرمه جګړه وبايلله او ماتې يې وخوړه، خو غواړي، چې د فکري جګړې له لارې خپلو اهدافو ته ورسېږي.نوموړي د هېواد له ځوانانو وغوښتل، چې د غربي هېوادونو د فکري جګړې تراغېزې لاندې رانه شي او افغانستان روښانه راتلونکي لري.په همدې حال کې د غزني والي مولوي محمد اسحاق آخند زاده وويل، چې په تېرو جهادي دورو کې ۹۸ سلنه ځوانانو برخه اخيستې وه او د افغانستان اسلامي نظام هم د ځوانانو د قربانيو په پايلو کې لاسته راغلی دی.ښاغلي آخندزاده زياته کړه، چې د هېوادوالو سترګې او هيلې ځوانانو ته دي او ځوانان به دغه هېواد د ځان بسياينې پر لور بيايي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *