افغانستانخبرونه

فراه  کې شاوخوا ۴۱۹ ښوونځي فعال دي

فراه ولايت د پوهنې رياست مسئولين وايې؛ چې په دې ولايت کې شاوخوا ۴۱۹ ښوونځي فعال او يوسلو ۳۰ زره زده کوونکي پکې په زده کړو بوخت دي. د فراه ولايت د پوهنې رئيس مولوي اختر محمد (( زعيم)) د باخترآژانس خبريال ته ويلي، چې په يادو ښوونځيو کې ۲۳ زره تنه ښوونکي په دندو ګمارل شوي، چې له دې جملې څخه يې ۸۰۰  ښځينه ښوونکې دي.نوموړي همدارنګه زياته کړه، چې د فراه ولايت د پوهنې رياست رهبري د ښوونځيو په برخه کې په دې توانېدلې، چې د‌ يونيسف ادارې په مالي ملاتړ ۸ ښوونځي په اساسي توګه ورغوي.همدارنګه ۸ ښوونځي اوس د دولت له بوديجې څخه بيارغول کېږي او د ۷ نورو ښوونځيو د بيارغونې منظوري راغلې او ډېر ژر به يې چارې پيل شي.نوموړي همدارنګه زياته کړه، چې په فراه ولايت کې ټولټال ۵۰۰ دولتي او خصوصي ديني مدرسې شتون لري او ۴۵ زره زده کوونکي پکې په زده کړو بوخت دي چې د يادو ديني مدرسو له جملې څخه ۲۴ ښځينه مدرسې هم خپلې تدريسي چوپړ تياوې د ۷۲ تنو ښوونکو پرمټ سرته رسوي او ۲ زره ۵۰۰  ښځينه زده کوونکې پکې زده کړې کوي.د نوموړي په وينا د اسلامي امارت په راتک سره ۴۱۹ بستونه د دولتي او ۵۳۴ نوي بستونه د خصوصي ديني مدرسو لپاره منظور شوي، چې په نږدې راتلوونکي کې به د ګمارنې لړۍ پيل شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *