افغانستانخبرونه

فراه کې جامع جومات جوړېږي

د فراه د اطلاعاتو او فرهنګ رياست مسئولين وايي، چې په دې ولايت کې د ۸ ميليونه افغانيو په لګښت د يو جامع جومات د جوړولو چارې پيل شوې دي. د ياد ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس محمد عبدالحي سباوون د باختر اژانس خبريال ته ويلي، چې د مرکز اړوند سنګروز کلي کې د عبدالرزاق قلندري د زامنو له لوري د ۸ ميليونه افغانيو په لګښت د يو جامع جومات د جوړولو چارې پيل شوې دي. سباوون زياته کړې چې دغه جومات به د ۱۸۰۰ لمونځ کوونکو د ځايولو وړتيا ولري.په ورته وخت کې د سيمې اوسېدونکو د ياد جامع جومات په رغولو کې له سيمه ييزو مسئولينو څخه د همکارۍ غوښتنه کړې.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *