
فراه او سرپل ولايتونو کې د څه باندې ۲۰ ميليونه افغانيو په لګښت د اوبو رسولو درېيو شبکو چارې بشړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې. د فراه د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس وايي، چې د دغه ولايت د مرکز اړوند په کوزرج کلي کې د څښاک اوبو يوې شبکې جوړولو چارې بشپړې شوې. هغه زياته کړه، ياده شبکه د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (يونيسف) د ۱۵ ميليونه او ۲۲۴ زره افغانيو په لګښت جوړه شوې ده. هغه وويل: د يادې پروژې جوړولو چارې نږدې ۱۱ مياشتې مخکې پيل او پرون بشپړې شوې. د يو بل خبر له مخې د سرپل په مرکز کې هم وړمه ورځ د ۵ ميليونه افغانيو په لګښت د څښاک پاکو اوبو دوه شبکې فعالې شوې. دغه شبکې هم د يونيسف يا د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق په مالي ملاتر جوړي شوي دي.