افغانستانخبرونه

فارياب کې يو پل ګټې اخيستو ته وسپارل شو

د فارياب د کليو د بيا رغونې او پراختيا رياست مسئولينو په ياد ولايت کې د ۸ نيم ميليونه افغانيو په لګښت د يو مواصلاتي پله  د جوړېدو خبر ورکړی دی.د مسئولينو په خبره دغه پل د شاوخوا ۴۰ مترو په اوږدوالي د ياد ولايت په شرين تګاب ولسوالۍ کې د سيمې د خلکو په مرسته او د کليو د بيا رغونې او پراختيا رياست په همکارۍ جوړ او ګټې اخيستنې ته سپارل شوي دي.د ياد پله د پرانيستې په مراسمو کې د فارياب والي ملا محمد شعيب رسالت ، د دولتي ادارو مسئولينو، استازو او د سيمې خلکو ګډون کړی و.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *