خبرونهنړۍ

غزه کې پر رفح ښار د اسرائيلو له عملياتو سره نړۍ مخالفه ده

 د اسرائيلو او فلسطيني جهادي ډلو ترمنځ د روانې جګړې پرون يکشنبه ۱۲۸ مه ورځ وه، غزه کې پر رفح ښار د اسرائيلي ځواکونو د ځمکنيو عملياتو د پيل احتمال زيات شوی او تازه د دغه اشغالګر پوځ هوايي ځواکونو د دې ښارګوټي پر ځينو برخو بمونه غورځولي، چې له امله يې لسګونه کسان وژل شوي او ټپيان شوي دي.رفح ښار ګوټي د جګړې له وېرې د ملکي فلسطينيانو د راټولېدنې يو مهم پنډغالی دی او دې سيمه کې د اسرائيلو ځمکني عمليات کولی شي، يو لوی انساني ناورين رامنځته کړي، هغه څه چې آن د اسرائيلو مرکزي ملاتړې امريکا يې هم اندېښمنه کړې ده.امريکايي مشهور سناتور برني سنډرز تازه د کانګرېس له هغې لايحې سره مخالفت ښودلی، چې له مخې يې اسرائيلو ته ۱۴ ميليارده ډالره پوځي مرسته ورکول کېږي.نوموړي له اسرائيلو سره پوځي مرسته په روان بشري جنايت کې شرکت کول بللي او اوس مهال يې د کانګرس نور غړي په دې برخه کې له يو لوی چلنج سره مخ کړي دي.دغه راز اروپايي ټولنې او د نړۍ نورو هيوادونو هم په رفح ښارګوټي کې د اسرائيلو له لوري له پيلېدونکو ځمکنيو عملياتو سره مخالفت ښودلی دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *