خبرونهنړۍ

غزه کې د اوربند د غځېدو هڅې روانې دي

غزه کې پرون د اسرائيلي اشغالګرو ځواکونو او حماس غورځنګ ترمنځ د څلور ورځني اوربند وروستۍ ورځ وه او هڅه کېږي دغه اوربند د يوې يا څو نورو ورځو لپاره وغځول شي.حماس غورځنګ ويلي، چې دوي د اوربند غځولو او له شلو تر څلوېښتو نورو اسرائيلي او نورو بهرنيو اسيرانو خوشې کېدو او د فلسطيني هغو په بدل کې تبادلې ته چمتو دي.ورته وخت کې د امريکا ولسمشر جوبايډن سپينې ماڼۍ کې خبريالانو سره په خبرو کې ويلي چې هڅه کوي د لا ډېرو بنديانو د تبادلې او غزې ته د نورو ډېرو بشري مرستو د رسولو په موخه دواړه لوري د اوربند غځولو ته قانع کړي.وروسته ترهغې چې د تېرې جمعې په ورځ د حماس غورځنګ او اسرائيلي اشغالګرو ترمنځ څلور ورځني اوربند اعلان شو، تر دې مهاله د دواړو لوريو ترمنځ درې ځلې د بنديانو تبادله شوې او ۱۷۵ تنه د دواړو لوريو تبادله او ازاد شوي دي.د اسيرانو او بنديانو په دغې تبادله کې ۳۹ اسرائيليان  ۱۱۷ فلسطينيان  ۱۷ ټايلنډيان، يو فيلپيني او يو روسي اسرائيلي وګړي خوشې شوي دي.اسرائيلي چارواکو ويلي، چې  پرون يې  د وروستۍ ورځې لپاره هم د ۱۱ تنو اسرائيلي اسيرانو لېست ترلاسه کړی، چې ټاکل شوې د حماس له لوري به خوشې شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *