خبرونهنړۍ

غزه-تېر ۷۲ ساعتونه؛  د يو لوړ پوړي قوماندان په ګډون ۳۵ اسرائيلي پوځيان وژل شوي

هيواد:د راپورونو له مخې د غزې تړانګې په بېلا بېلو برخو کې د حماس اسلامي غورځنګ، اسلامي جهاد، القدس لېوا او نورو فلسطيني مقاومتي ډلو سره په خونړيو نښتو کې د يو لوړ پوړي قوماندان په ګډون ۳۵ صهيونيستي پوځيان وژل شوي او لسګونه نور ټپيان شوي دي.د حماس اسلامي غورځنګ د سياسي دفتر غړي او د رسنيو مسئول حسام بدران (کابل ټکي کام) وېب پاڼې ته تائيد کړه، چې د غزې تړانګې په ختيځ “الشفا” روغتون ته څېرمه يې ځواکونو په تېرو ۷۲ ساعتونو کې د اشغالګرو ۱۶ ټانکونه د “ياسين ۲۰۵ او البناء ټانک ضد توغنديو په وسيله په نښه او په بشپړه توګه ويجاړ کړي دي.د بدران په خبره په يادو نښتو کې يې د يو لوړ پوړي قوماندان په ګډون ۲۰ تنه اشغالګر پوځيان وژلي او لسګونه نور يې ټپيان کړي دي.په ورته مهال د اسلامي جهاد مقاومتي سازمان مرستيال مشر “محمد الهندي” د لبنان “المنار” تلويزيوني شبکې سره په خبرو کې ادعا کړې، چې ځواکونو يې د غزې تړانګې په شمال کې ۱۰ اشغالګر پوځيان وژلي او ګڼ نور يې ټپيان کړي دي.دا په داسې حال کې ده، چې له دې وړاندې د ‘سراية القدس” القدس ليوا وياند “ابو حمزه” رسنيو ته په يو استول شوي غږيز پيغام کې ادعا کړې وه، چې ځواکونو يې د غزې په جنوب کې د نيواکګر پوځ دوه ټانکونه ويشتلي، چې په پايله کې يې ۵ پوځيان وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان شوي دي.ابو حمزه د خپلو خبرو پر دوام يوځل بيا اسرائيلي ريژيم سره د اوربند په اړه هر ډول خبرې رد کړي او خبرداري يې ورکړي، چې د غزې په ګډون د ټول فلسطين تر خپلواکۍ به خپلې وسله والې مبارزې ته دوام ورکوي.د ويلو ده، چې اسرائيلي ريژيم خپل لوري ته د اوښتو تلفاتو په هکله د فلسطيني ډلو د ادعاوو په هکله څه نه دي ويلي؛ خو يو شمېر اسرائيلي رسنيو منلي ده، چې غزه کې يې تېر ۷۲ ساعتونه د ځواکونو لپاره خورا خونړي وو او ګڼ پوځيان يې وژل شوي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *