خبرونهنړۍ

غزه؛ حماس ځواکونو سره نښتو او چاودنو کې ۵ اسرائيلي پوځيان وژل شوي

هيواد:له غزې ورکړ شوي راپورونه وايي، چې حماس ځواکونو سره نښتو کې ۵ اسرائيلي پوځيان وژل شوي او ګڼ نور ټپيان دي. د حماس غورځنګ د پوځي څانګې “القسام” لوا سرچينو رسنيو ته ويلي، چې د غزې شمال کې يې د اسرائيلي پوځ درې ټانکونه په “ياسين ۱۰۵” توغنديو ويشتلي، چې په پايله کې يې ۵ تنه اشغالګر پوځيان وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي. د ويلو ده، چې اسرائيلو تر اوسه خپل لوري ته د اوښتې مرګ ژوبلې په تړاو څه نه دي ويلي؛ خو ځينو اسرائيلي رسنيو خبر ورکړی، چې په تېرو ۴۸ ساعتونو کې يې د غزې تړانګې بېلا بېلو برخو کې ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *