
د راپورونو له مخې ، د پاکستان پخوانی لومړی وزير او د دغه هيواد د ستر سياسي ګوند تحريک انصاف مشر ((عمران خان)) يوځل بيا له نيول کېدو ژغول شوی دی.د پاکستان د خصوصي تلوېزيوني شبکې ((هوم نيوز)) د خبر پر اساس له پلازمينې اسلام آباد څخه د عمران خان د نيولو لپاره تللي پوليس نه دي توانيدلي چې نوموړی ونيسي.د عمران خان د نيولو د عملياتو د خبر له خپرېدو وروسته د نوموړي زرګونه ملاتړي د پنجاب ايالت د مرکز لاهور ښار اړوند ((زمان پارک)) ته ور ټول شوي وو او پوليسو ته يې اجازه نه ده ورکړې ،چې عمران خان ته ورسيږي.په ورته مهال عمران خان په زمان پارک کې خپلو ملاتړو ته د وينا پرمهال يوځل بيا ادعا کړې ،چې په ده د وژونکې حملې طرحه کوونکي په واک دي او اوس يوځل بيا غواړي چې له صحنې يې لرې کړي؛ خو نوموړي ټينګار کړی چې نن به لاهور د پاکستان په تاريخ کې د يو ستر ولسي لاريون شاهد وي او له همدې ځايه به د راتلونکو ټولټاکنو کمپاين پيلوي ،ترڅو د ده په خبره پاکستان له واکمنو غلو وژغوري.