
د پاکستان پخواني لومړي وزير عمران خان ويلي که نړيواله ټولنه په افغانستان کې د بشري حقونو پلي کېدل غواړي له افغان حکومت سره دې تعامل ښه کړي. عمران خان دا څرګندونې له برېتانوي ۴ نيوز تلويزون سره د مرکې پر مهال کړې دي. هغه په ټينګار سره ويلي: د افغانانو دا نه خوښېږي ،چې بل څوک ورته دې ورته د څه کولو او يا ويلو ووايي. هغه زياته کړې، که لوېديځ هېوادونه پرطالبانو ( اسلامي امارت ) اغېز راوستل غواړي؛ نو له طالبانو سره دې په اړيکو کې اوسي، له هغوی سره دې تعامل وکړي. عمران خان نړۍ ته سپارښتنه کړې، چې له اسلامي امارت سره تعامل زيات کړي، چې د ده په وينا بيا به د دوی خبره ومني.