
د پاکستان پخواني لومړي وزير او د دغه هیواد د ستر سیاسي ګوند تحریک انصاف مشر “عمران خان” ادعا کړې ،چې د هغه هېواد پخواني ولسمشر اصف علي زرداري د ده دښمنانو ته د وژلو لپاره پيسې ورکړې دي. عمران خان دا څرګندونې په خپل ټوېټر پاڼه کې په تازه څرګندونو کې کړې دي. تر دې مخکې عمران خان ويلي وو، چې څلورو کسانو د ده د وژلو پلان جوړ کړي، خو د چا نوم يې نه و په ډاګه کړی. هغه اوس ويلي ، چې په دې څلورو کسانو کې يې يو تن پخواني ولسمشر او د پيپل ګوند مشر اصف علي زرداری دی. نوموړي ادعا کړې ،چې زداري د دې کار لپاره ترهګرو ډلو ته پيسې ورکړې دي او د پاکستان ځينې ځواکمن خلک ورسره په دې کار کې مرسته کوي. عمران خان د ځواکمنو خلکو اصطلاع د پاکستان د پوځ ځينو چارواکو ته کاروي. بلخوا د پيپل ګوند د عمران خان دغه تورونه رد کړي او د هغه پر ضد په محکمه کې د عريضې کولو اعلان کړی دی.