
د پاکستان د اپوزيسيون مشر او پخواني لومړي وزير عمران خان د پاکستان د حکومت پر ځينو چارواکو او وزيرانو نيوکه کړې ،چې د افغانستان پر سرپرست حکومت بې ځايه نيوکې کوي. د پاکستان پخواني لومړي وزير په ډاګه کړې، که چېرې افغان لوری د ترهګرۍ په موضوع کې خپله همکاري بنده کړه،نو په پاکستان کې به د ترهګرۍ پرضد جګړه به نه يواځې اوږده شي، بلکې دا به د پاکستان لپاره پر يو عذاب بدله شي. دی وايي:که چېرې پاکستان له افغانستان سره اړيکې خرابې کړي او دامريکا لاسوهنې يې ومنلې،نو په پاکستان کې يوه نه ختمېدونکې ترهګري پيل شي. عمران خان زياته کړې له ترهګرو سره له امريکا پاتې شوې عصري وسلې دي، خو پاکستاني پوليس په خپلو وسلو سره د هغوی مقابله نه شي کولی. د پاکستان د اپوزيسيون مشر او د تحريک انصاف گوند د پاکستان پر کورنيو چارو وزير رانا ثناء الله خان سختې نيوکې وکړې چې ګوندې د ترهګرو پر ضد به د افغانستان خاوره کې عمليات کوي.