خبرونهنړۍ

عمران خان: امنیتي ادارې مې واک ته د رسېدو مخنیوی کوي

د پاکستان پخوانی لومړي وزیر او د دغه هیواد د ستر حکومت مخالف سیاسي ګوند تحریک انصاف مشر “عمران خان” په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې امنیتي ادارې یې واک ته د بیا رسېدو مخنیوی کوي.
نوموړي چې تېره شپه یې د پنجاب ایالت د مرکز لاهور ښار په مینار پاکستان پارک کې د خپلو لسګونو زرو پلويانو یوې غوندې ته د مرمۍ ضد ښيښې له شا خبرې کولې وویل: د PDM حکومت چې تر شا یې امنیتي ادارې دي هڅه کوي ما له صحنې لرې کړي؛ خو په خبره یې ولس بدلون غواړي او که زه وم یا نه وم د دوی مبارزه به روانه وي.
پاکستان کې د “اېسټبلشمېنټ” اصطلاح د دغه هېواد ځواکمن پوځ، استخباراتو او د دوي سياسي او ملکي ملاتړو ته کارول کېږي.
نوموړي وويل “له اېسټبلشمنېټ پوښتنه کوم، تاسې پرېکړه کړې چې عمران خان بريا ته پرې نږدئ. واک ته رسېدو ته يې پرې نږدئ، لږ تر لږه دا خو ووايئ چې تاسې د هېواد ژغورلو لپاره څه پروګرام لرئ؟”
هغه زياته کړه “که راته ووايئ چې زموږ سره دا پروګرام دي چې هېواد به ورسره پر پښو ودرېږي، نو زه به ووايم سمه ده. زه به کېنم.”
د پاکستان تحريک انصاف ګوند مشر لاهور کې د خپلو پلويانو دې غونډې ته د مرمۍ ضد ښيښې له شا وينا کوله.
هغه وويل “اوس د سختو پرېکړو وخت دي، خو دا پرېکړې يوازې هغوي کولي شي چې ولس پرې لري.”
عمران خان په دې غونډه کې يوه لس ماده ييزه اېجنډا هم وړاندې کړه، چې د ده په وينا د پاکستان اقتصاد ورسره وده کولي شي.
هغه وويل هېواد ته د پانګونې راجلبېدو لپاره بايد نظام سم شي، ځکه د نوموړي په وينا په دې توګه به بهر کې مېشت پاکستانيان خپل هېواد ته د ډالرو استول پيل کړي.
عمران خان وويل “امريکا کې ۱۸ زره مېشت پاکستانيان ۲۰۰ ميليارد ډالره پانګه لري. موږ له ‘اي اېم اېف’ ۶ ميليارد ډالر غواړو. له لسو پاکستاني سوداګرو سره ۲۵ ميليارد ډالر شتمني ده – پاکستانيانو څو کلونو کې له دې هېواده دوبۍ کې د ۱۰ اعشاريه ۴ ميليارد ډالرو جايدادونه پېرلي.”
هغه وويل که سيستم سم شي، نو بهر مېشتي پاکستانيان به خپل هېواد کې پانګونه وکړي او دا چې ګوندې دوي دغه کار ته پلان جوړ کړي دي.
عمران خان همدا راز د کانونو، ګرځندوي صنعت او د کرنيزو محصولاتو ډېرولو ته په پام ګرځولو ټينګار وکړ.
هغه د چا د نوم له اخيستلو پرته دا تور هم پورې کړ چې ګوندې شتمن چارواکي له هېواده پيسې باسي چې مخه يې بايد ونيول شي.
د تحريک انصاف ګوند مشر وويل “له دې وضعيته د وتلو لار يوازې ټاکنې دي.”
هغه دلته همدا راز د ټاکنو د ځنډېدو پر پرېکړه هم نيوکه وکړه.
د ویلو ده چې ټاکل شوې وه چې پاکستان کې به ټولټاکنې راتلونکې اپرېل مياشت کې وشي،‌ خو حکومت اکتوبر ته وځنډولې.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *