
د بنګله دېش د کورني کرېکټ ليګ په ۲۵مه سيالۍ کې افغان لوبغاړي ((عظمت الله عمرزي)) د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه ترلاسه کړه.وړمه ورځ د بنګله دېش په سوداګريز ليګ کې د ((رانګپور رايډريز او سالهيت سټرايکرز)) لوبډلو ترمنځ لوبه ترسره شوه ،چې ((رانګپور رايډرز)) خپلې سيالې لوبډلې ته په شپږو وېکټو ماتې ورکړه.په دې لوبه کې لومړي توپوهنه د ((سټرايکرز لوبډلې)) ترسره کړه او په ټاکلو شلو اورونو کې يې د نهو لوبغاړو په سوځېدو ۹۲ منډې جوړې کړې.په توپ اچونه کې افغان لوبغاړي عظمت الله عمرزي په څلورو اورونو کې د ۱۷منډو په ورکولو سره درې مهم لوبغاړي وسوځول او د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه يې ترلاسه کړه.نوموړي په دې سيالۍ کې له ۱۴۵ سرعت پورته توپ اچونه وکړه.