
د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدين عزيزي ايران ته د خپل سفر په ترڅ کې له ايراني چارواکو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي – سوداګريزو اړيکو د ټينګښت، ترانزيټ او پانګونې او همدارنګه په ايران کې د افغان سوداګرو د ستونزو په اړه خبرې کړې دي. دغه وزارت پر خپله ټوېټر پاڼه ليکلي، چې د ايران د سيستان او بلوچستان ولايت له سوداګرو او اقتصادي فعالانو سره يې په کتنه کې ويلي، چې افغانستان او ايران په کال کې د ۱۰ ميليارده ډالرو سوداګرۍ ظرفيت لري.