خبرونهنړۍ

عراق کې د امريکا پر پوځي اډې د توغنديو بريد شوی

په عراق کې وړمه ورځ ناوخته د امريکايي ځواکونو پر يوه اډه د بالستيک توغنديو بريدونه شوي. د امريکايي ځواکونو مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) ويلي: په دې بريدونو کې يو شمېر امريکايي ځواکونه ټپيان شوي، چې له ډلې يې د يوه روغتيايي وضيعت نازک ښودل شوی دی. په راپور کې راغلي، چې دغه توغندي له سل کيلومټره واټن څخه پر دغې اډې توغول شوي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *