خبرونهنړۍ

عراق: د اسلامي مقاومت بريدونو کې لسګونو امريکايي پوځيانو ته مرګ ژوبله اوښتې

هيواد: نيويارک ټايمز ورځپاڼې خبر ورکړي، چې پر غزې تړانګې د اسرائيلي اشغالګرو د بريدونو له پيل راهيسې په عراق او سوريه کې د امريکايي ځواکونو پر پوځي اډو د عراق د اسلامي مقاومتي سازمان “حشدالشعبي” په بريدونو کې لسګونو امريکايي پوځيانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.ياده ورځپاڼه وايي، چې د ياد سازمان په بريدونو کې ۷۰ امريکايي پوځيان ټپيان شوي او ۴ تنه وژل شوي دي.د ويلو ده، چې د عراق د اسلامي مقاومت سازمان په نوم دغه ډله له ګڼو امريکا ضد ډلو څخه جوړه شوې، په عراق او سوريه کې فعاليتونه کوي او ويل کېږي، چې د ايران سپاه پاسداران او قدس ځواکونه يې ملاتړ کوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *