افغانستانخبرونه

عبدالنافع ټکور : تېرو يو کال د کورنيو چارو وزارت لپاره له لاسته راوړنو ډک وو

د کورنيو چارو وزارت پرون خپلې يو کلنې کړنې او لاسته راوړنې د حکومت د اطلاعاتو او رسنيو په مرکز کې د يوې خبري غونډې له لارې له خبريالانو سره شريکې کړې.د ياد وزارت وياند عبدالنافع ټکور په دغه غونډه کې ۱۴۰۱ کال د کورنيو چارو وزارت لپاره په مختلفو برخو کې له لاسته راوړنو ډک وباله.د ټکور په خبره په تېره يوه کال کې په ټول هېواد کې ۱۱ زره ۸۹۰ جرمي واقعات رامنځته او د کورنيو چارو وزارت يې په تړاو ۱۶ زره ۶۸۵ تنه تورن کسان نيولي دي، او ۱۰۹۷ تورن کسان لاهم د امنيتي ځواکونو تر تعقيب لاندې دي.
نوموړي زياته کړه، چې په ياده موده کې د انسان تښتونې ۱۰۶ پېښې رامنځته شوي، چې د کورنيو چارو وزارت د جنايي پېښو پر وړاندې د مبارزې پوليسو د انسان تښتونکو پر وړاندې ۲۰۰ عمليات ترسره کړي، چې په پايله کې يې ۱۳ تنه انسان تښتوونکي له پوليسو سره په نښتو کې وژل شوي او ۱۹۰ انسان تښتونکي نيول شوي او د قانون منګولو ته سپارل شوي دي.
سرچينې همدارنګه وويل، چې په تېر يوه کال کې ۴۴ تنه هېوادوال د انسان تښتوونکو له منګولو څخه ژغورل شوي او ۶ تنه نور د يادو کسانو له لوري وژل شوي دي.
د کورنيو چارو وزارت وياند وويل چې په تېر يوه کال کې په ټول هېواد کې ۷۸۰ کسان د ورانکارو او ترهګريزو فعاليتونو په تور نيول شوي، همدارنګه ۱۰۳ ميله درنې ۱۰ زره ۲۰۰ ميله سپکې وسلې او زياته اندازه پوځي وسايل او چاودېدونکي توکي د پوليسو لاسته ورغلي دي.
د ټکور په خبره اوسمهال د کورنيو چارو وزارت د انټرپول له لوري ۲۳۴قضيې تر کار لاندې دي او تېر يوه کال په موده کې د نغدو پيسو قاچاق د ۹ پېښو مخنيوي شوي، چې ټول ټال يو ميليون ۱۵۵ زره ۵۰۰ امريکايي ډالر کېږي.
سرچينې زياته کړه، چې په ياده موده کې ۳ زره ۴۲۰ بانکي تعرفي د زغره والو وسايطو او وسلو ګرځولو د جواز لپاره په شرايطو برابرو غوښتونکو ته وېشل شوي او له درکه يې ۱۶۷ ميليونه ۵۰۰ زره افغانۍ عوايد د دولت خزاني ته سپارل شوي دي.
د کورنيو چارو وزارت همدارنګه په تېر يوه کال کې ۵ زره ۵۰ کسان د نشه يي توکو د کاروبار په تور نيولي، د يادو توکو د جوړولو او پروسس ۱۸۲ کارخونې له منځه وړل شوي، په ۱۷۹۰ هکتاره ځمکه کرل شوي نشه يي توکي له منځه وړل شوي دي او کابو ۸۲ زره په نشه يي توکو روږدي کسان د درملنې په موخه راټول شوي دي.
ياد وزارت ته د ۱۴۰۱ کال لپاره څه د پاسه ۴۲ ميليارده افغانۍ عادي بوديجه په واک کې ورکړل شوې وه، چې له هغې جملې څخه يې د کب تر ۱۴ نېټې پورې ۹۰ سلنه مصرف کړې ده.
د يادونې وړ ده، چې د کورنيو چارو وزارت په تېر يوه کال کې په ټول هېواد کې ۱۴۰۰ ترافيکي پېښو د رامنځته کېدو خبر هم ورکړي، چې له کبله يې ۷۲۷ تنه وژل شوي او ۲ زره ۶۷۴ تنه نور ټپيان شوي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *