
د بشري مرستو لپاره د ملګرو ملتونو همغږې کوونکې ادارې اوچا ويلي، چې د بودجې د کمښت له کبله په روان ۲۰۲۳ م کال کې يو ميليون مېرمنې او ۷۰۰ زره ماشومان له مرستو پاتې شوي دي، دغه ادارې په ورته وخت کې ويلي چې که بودجه چمتو نه شي، کېدای شي ۱۵ ميليونه نور افغانان هم په بېلابېلو برخو په ځانګړې توګه د حفظ الصحې او څښاک د اوبو په برخه کې له ستونزو سره مخ شي.د اقتصاد وزارت وايي: بشري مرستې د بېړنيو حالاتو لپاره ښې دي، خو په تېرو دوو کلونو کې يې د افغانستان د اقتصاد د پياوړتيا لپاره هېڅ ګټه نه ده کړې.د دغه وزارت وياند عبدالرحمن حبيب وايي: په تېرو دوو کلونو کې نړيوالو بشري مرستې د اسلامي امارت سره له همغږۍ پرته پر خپل سر وېشلې چې د اقتصاد د پياوړتيا لپاره يې کومه ګټه نه ده کړې: ((که بشري مرستې له دولتي ادارو سره په همغږۍ د يوه پروګرام له خوا ووېشل شي او زموږ اقتصادي لومړيتوبونه په پام کې ونيول شي او د کاري فرصتونو رامنځته کولو لپاره پروګرامونه عملي شي، نو دا به خپل اقتصادي اغېز ولري، په دې سره به هم د بېوزلۍ کچه راټيټه شي، هم به خلکو ته د کار زمينه برابره شي او هم به د خدمتونو کچه لوړه شي.))حبيب زياتوي ،چې که څه هم په هېواد کې بېوزلي او بېروزګاري پخوانۍ ريښې لري، خو اوس د افغانستان اقتصاد مثبت لوري ته روان دی: (( په تېرو دوو کلونو کې له بهرنيو مرستو پرته ملي بودجه تمويل شوې، د کارکوونکو معاشونه هم په وخت ورکول کېږي، پراختيايي پروژې هم له خپلو عوايدو تمويلېږي، د حکومتولۍ برخه کې هم لاسته راوړنې لرو، ښې اقتصادي پروژې پيل شوې دي.))د چارو کارپوهان وايي، چې نړيواله ټولنه په بشري مرستو کې هم له افغانستان سره د مور ميرې چلند کوي.د اقتصادي چارو شنونکي تاج محمد تلاش وايي: نړيوال مرستندوي بنسټونه په نورو هيوادونو کې ولې د بودجې له کمښت سره نه مخ کېږي او هلته ولې داسې اعلان نه کوي ،چې بودجه يې کمه شوې، چې په افغانستان کې دوی په وار وار د بودجې د کمښت راپورونه خپروي: ((دوی په اسلامي امارت سياسي فشار راوړي ،تر څو د دوی غوښتنې ومني، بل د دغه فشار له لارې نړيوال غواړي په حکومت کې داسې کړۍ ځای پر ځای کړي ،چې د دوی لپاره کار وکړي او د دوی ګټې خوندي کړي.))دا لومړی ځل نه دی چې اوچا په افغانستان کې د بشري مرستو لپاره د بودجې له کمښت خبر ورکوي، بلکې له دې وړاندې نړيوالو مرستندويه بنسټونو په وار وار ورته څرګندونې کړې دي.