افغانستانخبرونه

عاليقدر اميرالمؤمنين حفظه الله له ۲۱۵ عزم قول اردو څخه ليدنه وکړه

عاليقدراميرالمؤمنين شېخ الحديث والتفسير مولوي هبة الله اخندزاده حفظه الله ۲۱۵ عزم قول اردو ته د سفر په ترڅ کې د ياد قول اردو له مېشتو قطعاتو او جزوتامونو څخه ليدنه وکړه. د دغه سفر په ترڅ کې امير المؤمنين د ۲۱۵ عزم قول اردو قوماندان ملا شراف الدين تقي او مجاهدينو سره پر يو شمېر موضوعاتو خبرې وکړې او د هېواد د خاورې د ساتنې او د امنيت د ټينګښت په برخه کې يې د اسلامي امارت د سرتېرو هڅې وستايلې.اميرالمؤمنين سرتېرو ته د لا بيدارۍ او د هېواد د ځمکنۍ بشپړتيا د دفاع په برخه کې ټينګار وکړ او له ټولو يې وغوښتل چې ولس سره د خدمت کولو په برخه کې هر اړخيزه مرسته وکړي.عاليقدراميرالمؤمنين همدارنګه د مجاهدينو د ستونزو او وړانديزونو پراورېدو سربېره هغوی ته لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې او مجاهدينو ته يې د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ .

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *