
په هېواد کې د نجونو د زده کړو منع کېدو د غبرګونونو پر دوام د لوړو زده کړو سرپرست وزير شېخ ندا محمد نديم وايي ،چې دوی د نجونو د زده کړو په تړاو د امر ثاني خبره کړې، دا يې نه دي ويلي ،چې د نجونو زده کړې مطلق بندې دي.نوموړي دغه خبرې په کابل پوهنتون کې د ۳۷ متخصصو قاضيانو او مفتيانو په فراغت غونډه کې وکړې.
(( موږ د خپلو خويندو او ميندو حقونو ته غلطې ارادې نه لرو، بلکې د دوی عزت، ابرو، دين او اقتصاد راته تر هر څه ډېر مهم دی. د يو مسلمانې خور د غزت ساتلو لپاره خپل سرونه قربانوو، د هغوی زده کړې تر امر ثاني پورې ځنډول شوې، مطلق نه دي بندې شوې.))هغه دغه راز زياته کړه، چې د هېواد ډېری ستونزې حل شوې او اوس د پرمختګ وخت دی.د نوموړي په خبره، دمګړۍ د هېواد قضا او محاکمو ښه والي لپاره مسلکي اشخاصو ته جدي اړتيا ده او بايد دا برخه پياوړي شي.په ورته مهال په ياده غونډه کې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وزير خليل الرحمن حقاني له فارغ مفتيانو او قاضيانو څخه وغوښتل، چې خپلې ټولې پرېکړې په عدالت سره وکړي.نوموړي د قومونو تر منځ پر يوالي ټينګار وکړ او زياته يې کړه ،چې جمات، مکتب، پوهنتون او د مدرسو تر منځ واټن بايد له منځه يوړل شي.(( قاضيانو ته بايد لوړ معاش ورکړل شي او په مالي امکاناتو يې هم پوره وي، تر څو دوی له کوم فشار پرته په ډاډه زړه د حق پرېکړې وکړي.))په ورته مهال د کابل والي مولوي محمد قاسم خالد وويل: زياتره مسئولين د مدارسو کمښت ته متوجع دي، خو کيفيت ته يې پام نه کوي.ده زياته کړه، چې مدارس د کيفيت له پلوه له ستونزو سره مخ دي او بايد دې برخې ته يې مسئولين جدي پام وکړي.(( زموږ قاضيان او مفتيان بايد يوازې په نوم نه، بلکي په حقيقي او مسلکي ډول خپل ځان ثابت کړي.))د اسلامي امارت له راتګ وروسته دا لومړی ځل دي چې د عبدالله بن مسعود جامعې څخه متخصص مفتيان او قاضيان فارغېږي.