افغانستانخبرونه

شېخ ندا محمد نديم: د غرب په غوښتنه د شريعت يو جز هم نه پرېږدو

د لوړو زده‌ کړو سرپرست وزير د ولايتي سفرونو په دوام دا ځل په فارياب ولايت کې يوې ولسي غونډې ته وينا وکړه.د لوړو زده‌ کړو وزارت سرپرست وزير شيخ الحديث ندا محمد نديم فارياب ته د سفر په ترڅ کې د دې ولايت د چارواکو په ګډون يوې سترې ولسې غونډې ته وينا وکړه.نديم په ياده غونډه کې د يرغلګرو په وړاندې د فارياب د ولسونو د مبارزې او قربانيو ستاينه وکړه.نوموړي زياته کړه: (اې د فارياب ولسونو! د دښمن په تبلېغاتي جګړه مه تېر وځئ پر اسلامي امارت اعتماد وکړئ، موږ د غرب په غوښتنه د شريعت يو جزء هم نه پرېږدو.))د لوړو زده کړو وزارت سرپرست د يو ملت د ماتې لاملونه نفاق او بې اطاعتي ياد کړل او د لويديځ له لوري يې د اسلامي امارت د شريعت پر تنفيذ، ښځو حقونو او اقتصاد نيوکې بې ځايه وبللې.په ورته وخت کې د فارياب والي داملا شعيب رسالت په ياده غونډه کې وويل (چې د غرب او بشري حقونو د غوښتنو پر اساس تعليم او تحصيل زموږ په درد نه خوري، ځکه زموږ له عقيدې او کلتور سره په ټکر کې دي. موږ د خپلو خلکو لپاره د خپلې عقيدې او کلتور پر اساس يو معياري تحصيلي سيستم غواړو.))د يادونې وړ ده، چې د لوړو زده کړو وزارت سرپرست تر دې وړاندې غور او باميان ولايتونو ته هم سفر کړي وو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *