افغانستانخبرونه

شيخ عبدالحکيم حقاني د کونړ والي سره ليدنه کړې

د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت مرستيال شيخ عبدالحکيم حقاني، چې د شهيدانو دکورنيو او يتيمانو پر وړاندې د شته ستونزو او همداراز يتيمانو، کونډو او معلولينو ته د خدمتونو وړاندې کولو د څرنګوالي په موخه کونړ ولايت ته سفر کړي و، پرون يې د کونړ ولايت له والي مولوي قدرت الله ابوحمزه سره ليدنه کړې.شيخ عبدالحکيم حقاني په دې ليدنه کې د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت له لوري د شهيدانو له کورنېو سره د ځانګړو مرستو يادونه وکړه او همداراز يې د کونړ ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست پر وړاندې د پرتو ستونزو ارزونه کړې.د کونړ والي ويلي: اسلامي امارت د ټولو قشرونو ګډ نظام او کور دي، د شهيدانو وارثين او معلولين د دې هيواد رښتيني مستحق کسان دي او د دوی پر وړاندې پرتو ستونزو او ننګونو ته به لازمه رسېدنه وشي.مولوي قدرت الله ابوحمزه همداراز په کونړ کې د شهيدانو او معلولينو چارو رياست لپاره د اداري تعمير او همدارنګه د شهيدانو کورنيو او معلولينو ته د مرستو په برخه کې د هر اړخيزې همکارۍ ډاډ ورکړ.د کونړ ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رئيس مفتي عبيدالله حقاني او د خاصو شهيدانو آمر مولوي محمد اظهار هم ګډون درلود.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *