افغانستانخبرونه

شي‌جين‌پېنګ: روسيه د باور وړ ملګری هېواد دی

د چين ولسمشر شي جین پېنګ روسيې ته د خپل درې ورځني رسمي سفر په لړ کې مسکو ته رسېدلی او له ولسمشر پوتين سره يې کتلي دی. د چين جمهور رئيس شي‌جين‌پينګ وړمه ورځ په يو رسمي سفر روسيې ته له رسېدو وروسته د ياد هېواد له جمهور رئيس ولادمير پوتين سره کتلي.د فرانس پريس خبري اژانس د خبر له مخې: نوموړي په دې ليدنه کې روسيه د باور وړ ملګری هېواد بللی.شي جين‌پينګ ويلي، باور لري ،چې دا سفر به يې ګټور وي او د چين او روسيې ترمنځ به د اړيکو پراختيا لاچټکه کړي.ياد سفر په داسې حال کې کېږي چې اوس مهال د روسيې او اوکراين ترمنځ جګړې شدت موندلی.چين بيا د امريکا له لوري د روسيې او اوکراين په جګړه کې د روسيې د ملاتړي هېواد په توګه پېژندل کېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *