
د رياست الوزراء اقتصادي معاونيت په خبرپاڼه کې ويل شوي ،چې د اسلامي امارت زعيم عاليقدر اميرالمؤمنين (حفظ الله) د فرمان او د رياستالوزراء د اقتصادي مرستيال په لارښوونه د ۱۴۰۲لمريز کال د دويمې ګڼې مصوبې پر بسټ د پانګونې بينالوزارتي کمېټه رامنځته او لومړۍ غونډه يې هم وشوه.د خبر پاڼې پر بنسټ، په ياده غونډه کې پرېکړه شوې چې ټول اړوند وزارتونه د درېو ورځو په موده کې د دغې کمېټې د کړنلارې په اړه خپل نظرونه په ليکلې بڼه د يادې کمېټې له دارالانشا سره شريک، د نظرونو تر يووالي وروسته يوه جامع کړنلاره به ترييب او د منظورۍ لپاره اقتصادي کمېسيون ته وړاندې شي.اقتصادي شنونکي د کورنيو او بهرنيو پانګوالو د هڅونې او ملاتړ په هدف د يادې کمېټې جوړېدل نېک اقدام ګڼي، خو زياتوي چې اسلامي امارت بايد د کمېټې تر څنګ ټول اقتصادي بنسټونه مسلکي او سيستماتيک کړي، څو په کور دننه پانګونې ته لاره هواره شي.د اقتصادي چارو شنونکي ((نازکمير)) زيارمل وايي: که حکومت خپل داخلي پانګوال جذب او هغوی ته لازياتې آسانتياوې برابر کړي، نو له شک پرته چې بهرني پانګوال به هم وهڅول شي ،چې په افغانستان کې پانکونه وکړي:(( د کمېټې جوړول به ګټه ولري، خو زما په نظر که د کمېټې پر ځای اقتصادي بنسټونه مسلکي او ميکانيزه شي، ټول کورني او بهرني پانګوال به په افغانستان کې پانګونې ته زړه ښه کړي.))د اقتصادي چارو بل شنونکي ادريس محمدي ځاځی هم د دې کمېټې جوړول مثبت ګام ګڼي او زياتوي، چې د پانګوالو لپاره د اسانتياوو برابرول د حکومتونو لومړۍ کرښې دي.نوموړي وايي: که ياده کمېټه سوداګريزې ستونزې حل کړي نو دا به د اقتصادي پياوړتيا په برخه کې يو نېک ګام وي.دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيو کې د اسلامي امارت له خوا د هيواد د اقتصادي پياوړتيا لپاره ګډې هڅې شوې دي.څو ورځې وړاندې د افغانستان- امريکا سوداګرۍ خونې او د افغانستان سوداګرۍ شورا له لوري (( د افغانستان سوداګريزې او اقتصادي اړيکې)) په نامه کنفرانس جوړ شوی و.په دغه کنفرانس کې د افغانستان د اقتصادي ودې په تړاو د اسلامي امارت د پاليسۍ ستاينه شوې وه.