افغانستانخبرونه

شنونکي: د غزې مسئله په نمايشي غونډو نه حل کېږي

د جرمونو نړيواله محکمه «هاګ» د اسرائيلو له خوا د فلسطين خاورې د شپږو لسيزو اشغال په اړه څېړنه کوي او د همدې لپاره په دې وروستيوکې په ياده محکمه کې ناسته پيل شوې ،چې د فبروري مياشتې تر ۲۶مې نېټې به دوام وکړي.تمه ده چې د څه باندې۵۰هيوادونو او نړيوالو سازمانونو استازي په دې غونډو کې خپل نظريات وړاندې کړي.د نړيوالو چارو شنونکي بيا په دې نظر دي، چې په دا ډول غونډو کې يوازې او يوازې د غرب ګټې په پام کې نيول کېږي او د فلسطين په اړه چې د اسرائيلو له خوا وحشت په کې لا هم دوام لري؛ هېڅ مثبته پايله به ونه لري.د نړيوالو چارو شنونکی شفيع الله ستومان وايي: دا ډول غونډې امريکا ته له اسرائيلو سره د روانې جګړې په ښکېلتيا کې برات ورکوي او غواړي ،چې په يو ډول امريکا د اسرائيلو له جنايت څخه بېله کړي. (( هاګ محکمه او نور هغه هيوادونه چې د امريکا او يهوو د جګړې خلاف دي او دا يې غندلې، دوی غواړي خپل قوتونه په يو ډول راټول کړي ، تر څو دا جګړه ودروي، ځګه په اخلاقي لخاظ دا د غرب لپاره لوی توهين دی، خو دوی ويني چې امريکا د يادې جکړې په راس کې ده، نو حمايت يې کوي. دا نمايشي حرکات نه شي کولی چې فلسطنيان وژغوري، بلکي مسلمانانو ته په کار ده ، چې د خپلو خاورو او خلکو ساتنه په خپله وکړي.))د نړيوالو چارو بل شنونکي سيد اکبر سيال هم وايي: که اسلامي هيوادونه د غرب په څېر سره يو ځای وای او د اسلامي ارزښتونو لپاره يې واحد دريځ غوره کړی وای، نن به د فلسطين په ګډون په نورو اسلامي هيوادونو کې جګړه نه وای.دی وايي: اسلامي هيوادونو ته په کار ده چې متحد شي او د نظامي ځواک تر څنګ اقتصادي ځواک پيدا کړي چې د اسلامي هيوادونو تر څنګ ودرېږي او ملاتړ يې وکړي. (( ټولې نړيوالې محکمې او نړيوال سيسټمونه، دا ټول د غربيانو په لاس کې دي. زه فکر نه کوم چې په دې غونډه کې داسې پرېکړه وشي ، چې هغه د فلسطين او مسلمانانو په ګټه وي، ځکه هغوی هڅه کوي چې اسرائيل د عربو په مقابل کې يو ځواک ښکاره کړي.))تر دې وړاندې ملګرو ملتونو، امنيت شورا، ترکيې، روسيې او ځينو نورو هيوادونو هم پر غزه او د فلسطين پر نورو برخو د اسرائيلو وحشتونه او بمبارۍ غندلې او په دې اړه د اسلامي همکاريو سازمان په ګډون ډېری غونډې شوې، خو څنګه چې تمه کېده، د دې جګړې په پای ته رسېدو کې يې مرسته نه ده کړې.  اسلام الدين احمدي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *