
د برېتانيا د شاهي کورنۍ د غړي شهزاده هري له څرګندونو وروسته، چې په افغانستان کې يې د جګړې پر مهال ۲۵ افغانان وژلي؛ د اسلامي امارت لوړپوړي غړي انس حقاني ويلي، دا ډول جنايتونه به د بشريت تاريخ هېڅکله هير نکړي.شهزاده هري د خپلو يادښتونو په کتاب کې ليکلي: په هلمند کې يې د خپل دوهم ماموريت پرمهال هغه ۲۵ افغانان ووژل، چې غوښتل يې ښه خلک له منځه يوسي.نوموړي دا هم څرګنده کړې، چې پر وژلو يې نه وياړ کوي او نه شرميږي؛ ځکه، چې دا خلک نه وو، بلکې د شطرنج هغه دانې وې، چې له تختې لرې کړي شوې.انس حقاني د دغو څرګندونو په غبرګون کې توېټونه کړي، چې وژل شوي کسان انسانان وو او داسې کورنۍ يې لرلې، چې راستنېدو ته يې شېبې شمېرلې.حقاني شهزاده هري ته په ډاګه کړې: د افغانانو په قاتلينو کې ډېر يې ستا په څير د دې وړتيا نلري، چې خپل وجدان او ضمير ښکاره کړي او په خپلو جنګي جنايتونو اعتراف وکړي.ده زياته کړې: حقيقت دا دی، چې د افغانستان خلک ستاسو د پوځيانو، پوځي او سياسي مشرانو لپاره د شطرنج دانې وې؛ خو سره له دې هم تاسې د تختې د تورو او سپينو مربعګانو لوبه وبايلله او پر شاه شوی.انس حقاني د جرمونو پر نړيوالې محکمې او د بشري حقونو پر فعالينو هم نيوکې وکړې او هغوی يې ړانده او کاڼه ونومول.انس څقاني څرګنده کړې: زه د جرمونو له نړيوالې محکمې يا د بشري حقونو له فعالينو تمه نلرم، چې تاسې دې وغندل شئ؛ ځکه، چې هغوی ستاسې په اړه کاڼه او ړانده دي؛ خو زه هيله لرم، چې دا جنايتونه به د بشر د تاريخ په حافظه کې پاتې شي.دا لومړی ځل دی، چې شهزاده هري په افغانستان کې د خپل جنايت او وژنو پوره شمېر په ډاګه کوي.د اسلامي امارت د وياند مرستيال بلال کريمي هم د شهزاده هري څرګندونې غندلې دي.بلال کريمي توېټ کړی: له بده مرغه غربي نړۍ، چې ځان د بشري حقونو مدافع بولي؛ د عمل په ډګر کې دا ډول اخلاق په لوړه کچه لري. افغانان به د يوه خپلواک او مسلمان ملت په توګه د يرغلګرو جنايتونه هېڅکله هير نکړي.د اروپايي پارلمان يو غړي هم د شهزاده هري د محاکمې غوښتنه کړې ده.مک والاس هم توېټ کړی: که څه هم په افغانستان کې د امريکا او ناټو جګړه په بشپړه توګه غير قانوني وه او د ميليونونو بېګناه خلکو ژوند يې تباه کړ؛ خو د باور وړ رسنۍ او سياستوال د دې شرميدلي شهزاده هري د نيولو او محاکمې غږ نه پورته کوي؟د برېتانيا دغه شهزاده څرګنده کړې؛ په ۲۰۱۲ او ۲۰۱۳ ميلادي کلونو کې يې د چورلکې د پيلوټ په توګه دنده ترسره کړې؛ هغه مهال يې په شپږو ماموريتونو کې ونډه اخيستې وه، چې ټول يې مرګوني وو؛ خو کله، چې ما ځان د جګړې په ګرم ډګر او ګډوډۍ کې ډوب وموند، نو ما د هغو ۲۵ افغان طالبانو په اړه فکر نه کاوه، دوی لکه د شطرنج دانې بايد له تختې لرې کړای شوې وای.