افغانستانخبرونه

شنونکي: د بېوزلۍ له منځه وړلو لپاره په بنسټېزو منابعو پانګونه پکارده

د اقتصادي چارو شنونکي په افغانستان کې د فقر او بې وزلۍ په اړه د نړيوالو مرستندويه سازمانونو راپورونه احتمالي ګڼي او زياتوي ،چې دا له هغو اساسي حقيقتونو سره سمون نه لري، چې په افغانستان کې موجود دي، خو وايي چې په هېواد کې بېوزلي شته.دوی واي: ((تر اوسه نړيوالو زموږ پر اساسي منابعو د سرمايه ګذارۍ لپاره هېڅ نوع اقدام نه دی کړی، بلکي اقتصادي موارد په سياسي مواردو پورې تړي. ښه به دا وي، چې د نړيوالو کنوانسينونو او نړيوال سوداګرۍ پر بنياد له افغانستان سره تعامل وکړي.))له بلې خوا د اسلامي امارت مسئولين وايي، چې د خپلو امکاناتو په بنسټ د هېواد په ټولو ولايتونو کې د خلکو ستونزو لرې کولو لپاره لازم تدابير نيولي.د اسلامي امارت مرستيال وياند بلال کريمي وايي : (( بشري مرستې د لنډې مودې لپاره اړين دي، خو هغه راپورونه، چې د نړيوالو سازمانونو له خوا خپرېږي په حقيقت کې هغسې نه ده، چې دوی يې اټکل کوي. اسلامي امارت په ټولو برخو کې تدابير لري، خو اړتيا ليدل کېږي چې د هېوادوالو لاسنوي بايد وشي او مرستې چټکې شي.))د يادونې وړ ده، چې يو شمېر هېوادوال له اقتصادي ستونزو او بې کارۍ سر ټکوي.دوی د اسلامي امارت له مسئولينو غواړي، چې د کار زمينه ورته برابره کړي ،چې وکولای شي د خپل ژوند اړتياوې پوره کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *