افغانستانخبرونه

شنونکي: د ا.ا.ا د زعیم وروستی فرمان د اصلاحاتو لپاره تاريخي ګام دی

عاليقدر اميرالمؤمنين : وزارتونه او امارتي ادارې د تدارکاتو په داوطلبۍ کې ګډون نه شي کولی

د اسلامي امارت زعيم عاليقدر امير المؤمنين حفظه الله په ټولو امارتي ادارو کې د ځينو مسئولينو له لوري پر دندو د ګمارل شويو زامنو د منفک کېدو حکم کړی دی. ياد فرمان ،چې د چارو ادارې خپور کړی، په کې راغلي چې دا امر په شفاهي ډول ټولو وزارتونو، رياستونو او د خپلواکو امارتي ادارو مسئولينو ته شوی، چې په کې د شخصي اړيکو او خپلوۍ پر بنسټ خلکو ته د دندې له ورکولو ډډه وکړي.په حکم کې راغلي، له دې وروسته په ټولو امارتي ادارو کې د مسئولينو ګمارل شوي يو يا څو زامن منفک او پر ځای دې نور کسان وګمارل شي.د چارو کارپوهان او عام افغانان د دغه حکم هرکلی کوي او غواړي ،چې دا حکم په جدي توګه عملي شي.د اسلامي امارت وياند ذبيح الله مجاهد وايي ،دا فرمان ډېر مهم دی او د دې ترڅنګ چې د عملي کېدو ډاډ يې ورکوي، ښاغلي مجاهد ويلي: دا يو خطر و،چې له وخته وړاندې يې لارښوونه وشوه، که څه هم دا پېښې ډېرې نه دي، خو د ياد فرمان په عملي کېدو سره به دا کړنې صفرته راټيټې شي:(( ټول هغه ارګانونه چې د فرمانونو د پلي کېدو او څار مسئوليت لري، د دغه فرمان عملي کېدل به څاري او عملي کېږي، بل دا چې د اسلامي امارت په صفونو کې د اطاعت موضوع ډېره مهمه ده او ټول درناوی ورته کوي، نو ځکه زه فکر کوم ،چې له څار او تعقيب وړاندې به ټول اقدام وکړي، څوک يې چې ګمارلي، منفک به شي او په راتلونکي کې به احتياط کوي.)) د چارو کارپوهان دا فرمان کار اهل کار ته د سپارلو او پر نظام د ولس د باور زياتېدو لپاره ګټور بولي.د سياسي چارو کارپوه عبدالنافع خليق وايي: که دا حکم علمي شي، په هېواد کې به د اصلاحاتو په برخه کې يو تاريخي ګام وي:((که غواړو دا ستونزه اساسي حل شي، د الله (ج ) د هغه حکم په اړه چې د عدل او انصاف په اړه يې کړی، خلکو ته بايد د منبر او رسنيو له لارې د دين احکام ورسول شي، څو خلک پوه شي ،چې د خپلوۍ پالل له ديني پلوه غلط کار دی، که نه د دې ستونزې مخنيوی ستونزمن دی.))د سياسي چارو بل کارپوه مولوي حمدالله صميم وايي: دا بې انصافي ده چې د ځينو مسئولينو داسې زامن او خپلوان په دندو ګمارل شوي وي ،چې اهل يې نه وي، خو اهل او د مسلک کسان بې‌روزګاره وي.دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت مشر له دې حکم وړاندې هم په وار وار مسئولينو ته په خطاب کې د خپلوۍ نه پاللو لارښوونې کړې او کار يې اهل کار ته سپارلو يې ټينګار کړی دی.
د يو بل خبر له مخې:
د عاليقدر اميرالمؤمنين شيخ الحديث هبة الله اخندزاده حفظه الله د ۱۹/۰۸/۱۴۴۴ هـ ق (۵۱۲)مې ګڼې فرمان له مخې، دولتي مقامات او مامورين د تدارکاتو او نورو قراردادونو د روڼتيا په موخه د وزارتونو او امارتي ادارو د تدارکاتو په داوطلبۍ کې ګډون نه شي کولی.د دې فرمان له مخې، دولتي مقامات او مامورين نه شي کولای چې په مستقيم يا غير مستقيم ډول د اجناسو، خدمتونو او ودانيزو چارو د تدارک، کان کيندنې او نورو قراردادونو په داوطلبۍ کې د داوطلبی په توګه ګډون وکړي. د فرمان په دوهمه ماده کې هغه خصوصي شرکتونه، چې دولتي چارواکي او مامورين په کې ګډونوال او يا مسؤل وي، هم د دې فرمان لومړۍ ماده کې د درج شوي حکم تابع ګڼل شوي او دا فرمان د توشيح له نېټې نافذ او په رسمي جريده کې د خپرېدو وړ ګڼل شوی دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *