
د واشنګټن او پيونګيانګ ترمنځ د کړکېچ په زياتېدو سره نړيوالو رسنيو راپور ورکړی، چې د شمالي کوريا شاوخوا ۸۰۰ زره کسانو له امريکا سره جګړې ته چمتووالی ښودلی دی.رويټرز د کب ۲۶مه د شمالي کوريا د دولتي ورځپاڼې په حواله راپور ورکړی، چې يوازې د جمعې په ورځ ۸۰۰ زره کسانو له امريکا سره د جګړې لپاره د دغه هېواد په پوځ کې د نوم ليکنې غوښتنه کړې او يا يې نوی کړی دی.
هغه کسان، چې له امريکا سره د جګړې لپاره يې نوم ليکنه کړې ويل کېږي، چې ډېر يې زدهکوونکي او کارکوونکي دي او دا لا څرګنده نه ده، چې د شمالي کوريا حکومت د سرتېرو د استخدام کمپاين پيل کړي که دوی په خپله خوښه اقدام کړی دی.په همدې حال کې، په دې وروستيو کې د پيونګيانګ او واشنګټن ترمنځ تاوتريخوالی زيات شوی، او شمالي کوريا د پنجشنبه په ورځ د جنوبي کوريا او جاپان د مشرانو ترمنځ د غونډې په ځواب کې د امريکا د خاورې د په نښه کولو توان لري يو بين البراعظمي باليسټيک توغندي ازموينه وکړه.
امريکا او جنوبي کوريا تېره اوونۍ د «فريډم شيلډ» په نامه ګډ پوځي تمرينات هم پيل کړل، چې د شمالي کوريا له جدي غبرګونونو سره مخ شول.