
د شمالي کوريا دولتي رسنۍ KCNA وړمه ورځ ويلي، چې د دوی د يو ازمويل شوی توغندی د وېشتلو هر ډول اقدام به د جګړې اعلان وګڼل شي.د مشر کيم جونګ اون پياوړې خور کيم يو جونګ ويلي: او د امريکا او سويلي کوريا ترمنځ ګډې پوځي روزنيزې هڅې به د زياتېدونکي کړکيچ لامل شي او دوی يې پر ضد پرېکنده؛ خو چټک غبرګون ته ژمن دي.د مشر کيم جونګ اون خور کيم يو جونګ ويلي: آرام سمندر يوازې د امريکا يا جاپان ندی.کيم يو اونګ دا خبرداری هغه مهال ورکړ، چې امريکا د جنوبي کوريا له جنګي الوتکو سره په ګډه د کوريا د تاپو وزمې پر سر د بي -۵۲ بم غورځوونکيو الوتکو پروازونه ترسره کړل.مېرمن اونګ د دغه ګواښ په اړه نور جزئيات نه دي ورکړي؛ خو شمالي کوريا له دې مخکې د امريکا او جنوبي کوريا د ګډو نظامي تطبيقاتو په غبرګون کې د توغنديو آزمايښتونه کړی، چې د يرغل د مخنيوي لپاره يې هېواني چمتووالي بولي؛ خو نور جزئيات يې ندي ورکړي.دا لومړي ځل ندي، چې د امريکا بي -۵۲ بم غورځوونکې الوتکې د جنوبي کوريا سره ګډې پوځي روزنيزې هڅې تر سره کوي.