
وروسته له هغه چې د اروپايي پارلمان د ترهګرو سازمانونو په لېست کې د ایران د سپاه پاسداران د شاملولو لپاره مثبته رایه وکاروله، د یاد ځواک مشر “جنرال حسین سلامي” ویلي چې د دغه کار د ناوړه پایلو مسوولیت به د اروپايي پارلمان پر غاړه وي.
د ایران د سپاه پاسدارن د ویبپاڼې د خبر له مخې، حسین سلامي ویلي، اروپايي پارلمان فکر کوي چې په دې کار سره به دوی له فشارونو سره مخ کړي، خو په خبره یې، دا ډول اقدامات کومه پایله نه ورکوي.
هغه ویلي، د اروپايي پارلمان له لوري دا اقدام د دوی لپاره اندېښمنونکی نه دی.
د ویلو ده چې تېره چهار شنبه د اروپايي پارلمان غړو د ترهګرو په لېست کې د ایران د سپاه پاسداران ډلې شاملېدو ته رایه وکاروله. اروپايي پارلمان د دغه کار علت روسیې ته د ایران له لوري د ډرون الوتکو ورکول، د دغو ځواکونو ترهګریز فعالیتونه او په ایران کې د لاریون کوونکو ځپل په ګوته کړي دي.