افغانستانخبرونه

سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير: اروپايي ټولنه دې د افغانستان په بيارغونه کې ونډه واخلي

د اسلامي امارت د رياست الوزرا سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير د کب پر ۱۳مه)) په کابل کې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي توماس نيکلاسن او د يادې ټولنې له شارژدافېرې رافايلا يوديچي سره د افغانستان په تړاو پر بېلابېلو مسايلو خبرې کړې دي.په دې کتنه کې توماس نيکلاسن ويلي، بشري مرستې له سياست سره نه تړي او له افغانستان سره به خپلو مرستو ته دوام ورکړي. نيکلاسن زياته کړې،چې له اسلامي امارت سره د خبرو له لارې کولی شي،چې پر مخ ولاړ شي او شته ستونزو ته د حل لاره پيدا کړي.د رياست الوزرا سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير بيا ويلي: اسلامي امارت د رسميت پېژندنې لپاره ټول شرايط بشپړ کړي، نړيوال بايد اسلامي امارت په رسميت وپېژني او په ملګرو ملتونو کې دې د افغانستان څوکۍ اسلامي امارت ته ورکړل شي.دغه راز مولوی عبدالکبير زياته کړې،چې اسلامي امارت له نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ مثبت تعامل غواړي او هېله لري،چې اروپايي ټولنه دې تعامل ته لاره هواره کړي.نوموړي له اروپايې ټولنې غوښتي دي،چې د افغانستان په اساسي بيارغاونه کې فعاله ونډه واخلي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *