
د ځينو عربي رسنيو د راپورونو له مخې، د سوريې د حما ولايت پر پوځي مرکزونو د اسرائيلي نيواکګرو د وړمې ورځې په هوايي بريدونو کې د وژل شويو سوريايي پوځيانو شمېر ۷۰ تنو ته رسيدلی دی.دا په داسې حال کې ده، چې د تېرې چهارشنبه په ورځ د سوريې رسمي رسنيو راپور ورکړ، چې د مديترانې بحيرې ته څيرمه د طرطوس په ښار کې د اسرائيلو په هوايي بريدونو کې دوه سوريايي سرتيري وژل شوي او لسګونه نور ټپيان شوي دي.په ورته مهال د سوريې د حکومت يوې مخالفې سرچينې عربي ۲۱ خبري آژانس ته ويلي، چې د اسرائيلو وروستي بريدونه د حمص ولايت په جنوب ختيځ کې د الشيرات پوځي هوايي ډګر هم په نښه کړي او د حما په جنوب کې يې يوه پوځي اډه هم په نښه کړې ده. دا اډه په سوريه کې يوه له مهمو پوځي هوايي اډو څخه ګڼل کېږي.د اسرائيلو پوځي کارپوهان ادعا کوي چې په دې بريدونو کې په سوريه کې د ايران له ملاتړه د برخمنې حزب الله ډلې ځينې مهم مرکزونه هم په نښه شوي دي.د ويلو ده چې اسرائيلي نيواکګرو په تيرو څو کلونو کې په سوريه کې د ياد هيواد د پوځي مرکزونو ترڅنګ په دې هيواد کې د مېشتو ايران پلوو ډلو او د فلسطين د حماس او اسلامي جهاد ډلو په پوځي مرکزونو سلګونه ځله بريدونه کړي چې په پايله کې يې زرګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.