
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسئولين وايي: که له پاکستان سره يې د سوداګرۍ په برخه کې ستونزې حل نه شي، دوی به خپل سوداګريز مالونه په بديلو لارو افغانستان ته راوړي.هغوی وايي: په دې وروستيو کې پاکستان د کراچۍ بندر په ګمرکونو کې د افغانستان ټرانزيټي مالونو ته ځينې تخنيکي ستونزې جوړې کړې ،چې کله سوداګريز توکي له ياد بندر څخه افغانستان ته انتقالېږي، سوداګر بايد د مال د ارزښت څو برابره زيات ((اينوايس)) ورکړي چې دا د نړيوالو ټرانزيټي اصولو خلاف کار دی.د صنعت او سوداګرۍ خونې لومړي مرستيال محمد يونس مومند د پاکستان له حکومت څخه غوښتنه وکړه، چې د دوه اړخيزې سوداګرۍ او ټرانزيټ د پرمختګ لپاره دغه خنډونه له منځه يوسي.(( زموږ په سلګونه کانټينرونه د پاکستان په کراچۍ بندر کې بند پاتې او د اوصولو خلاف دوی له موږ څخه اينوايس غواړي. د پاکستان له حکومت او سوداګرو څخه غوښتنه کوو، چې په دې اړه جدي اقدام وکړي او له افغان سوداګر څخه د اوصو خلاف غوښتنې ونه کړي.))د صنعت او سوداګرۍ خونې غړي او د افغان پاک سوداګرۍ خونې رئيس خان جان الکوزي بيا وويل: د اپتا تړون له مخې، افغانستان منځنۍ آسيا ته د هغوی د مالونو لېږد لپاره څلور بندونه ورکړي، خو هغوي بيا افغان لوري ته دوه بندرونه وکړي ،چې يوازې انتقالات پرې کېږي.((که له پاکستان سره ياده ستونزه حل نه شي، ټول سوداګر له اسلامي امارت څخه غواړي ،چې له مقابل لوري سره ورته عمل وکړي. د پاکستان حکومت دې ژر دا پرېکړه واخلي.))يو ملي سوداګر عبدلبصير ستانکزي هم په دې اړه اندېښنه څرګندوي او وايي:((له پاکستان سره د ستونزې د حل لپاره خبرې روانې دي، خو که ستونزې حل نه شي، موږ به خپلو مالونو ته بديله لاره وټاکو چې افغانستان ته يې انتقال کړو.))
د يادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم له پاکستان سره په سوداګريزو برخو کې ستونزې رامنځته شوې وې ،چې سوداګرو ته په کې ميليونونه زيان اوښتي و.