
سوالګرې مېرمنې وايي هيڅ نه لرو او يوازې مو مرستو ته سترګې دي. یوه سوالګره مېرمن ،مليکه وايي، که مرستې ورسره ونه شي، نو اړه ده چې په ښار کې سوال ته مخه وکړي.دا له حکومت او مرستندويو بنسټونو غواړي ،چې له دوی سره په دايمي ډول مرستې وکړي.نوموړې زياتوي: (( زموږ ټول ژوند پر مرستو ولاړ دی، که مرستې راسره ونه شي، نو ډوډۍ پيدا کولو ته حيران يو، له حکومته مو غوښتنه داده ،چې له موږ سره دوامدارې مرستې وکړي.))د (( زمينې)) په نامه يوه بله مېرمن هم چې د کور سرپرسته ده وايي: که مرستې ور ونه رسېږي، نو د خوراک لپاره هېڅ نه شي پيدا کولای.دا وايي: څلور لوڼې او يو ماشوم زوی لري، چې ټول همدې مرستو ته په تمه دي.د زمينې په خبره، په ارزګان کې د مېرمنو کاروبار هم په نشت حساب دی، نو ځکه اړه شوې، چې سوال ته مخه کړي.
(( بچي مې وږي دي، څه وکړو، کاروبار نشته، اړ يو، چې په سوال لاس پورې کړو، اوس چې دولت له موږ سره مرستې کوي، ورنه خوشحاله يو، خو زموږ هيله دا ده ،چې دا مرستې راسره په دوامدر ډول ترسره شي.))له بل لوري بيا ځايي مسئولين ژمنه کوي ،چې له مستحقو سوالګرو سره خپلې مرستې دوامداره وساتي.د ارزګان د کار او ټولنيزو چارو رياست استازی نورالله وايي، چې په دې ولايت کې يې له تېرو دوو مياشتو راهيسې د سوالګرو راټولولو لړۍ پيل کړې وه.د هغه په خبره، د ښار له ټولو برخو يې سل سوالګرې کورنۍ راټولې کړې ،چې ۶۷ يې مستحقې دي.نوموړی وايي: (( موږ په ټول ښار کې سل کورنۍ ثبت کړې، چې ۴۳ کورنۍ يې ډېرې زياتې اړمنې او مستحقې وې، ۳۳ کورنۍ غير مستحقې او ۲۴ داسې کورنۍ وي، چې موږ يې په دويمه درجه مستحقو کې ګڼلي شو.))په ورته مهال د ارزګان اوسېدونکي هم له حکومته غواړي ،چې له مستحقو سوالګرو سره دايمي مرستې ترسره کړي.دوي وايي:که دغو سوالګرو سره دايمي مرستې ونه شي، او ستونزې يې په بنسټيز ډول حل نه شي، نو ښايي يو وار بيا په ښار کې سوال ته مخه کړي.د دې ولايت دوه اوسېدونکي قاري محمدولي او صديق الله وصال په همدې اړه وايي: ((له مستحقو خلکو سره بايد اسلامي امارت دايمي مرستې وکړي، ترڅو په راتلونکې کې له سوال کولو خلاص شي.))(( دلته زيات شمېر سوالګر وو، چې ځينې اړ او ځينې نور يې حرفوي وو، زما نظر دا دی، چې اسلامي امارت له اړمنو سوالګرو سره مرستې وکړي او د دې ترڅنګ خلکو ته د کار زمينه برابره کړي.))که څه هم د هيواد په زيات شمېر ولايتونو کې د سوالګرو راټولولو پروسه پيل شوې، خو بيا هم په ډېرو سيمو کې سوالګر تر سترګو کېږي.
باور دا دی، چې که حکومت خلکو ته د کار زمينه برابره نه کړي، نو ښايي دا شمېر نور هم لوړ شي.