خبرونهنړۍ

سعودي عربستان د ايران ولسمشر ته رياض ته د سفر بلنه ورکړې

د ايران حکومت ويلي چې سعودي عربستان د دغه هېواد ولسمشر ابراهيم رئيسي ته په يوه رسمي ليک کې رياض ته د سفر بلنه ورکړې ده. د ايران ولسمشرۍ ماڼۍ ويلي ولسمشر رئيسي به رياض ته په رسمي سفرکې د سعودي عربستان د پاچا د بلنې په هرکلی سره د دواړو هېوادونو ترمنځ دهمکاريو دپياوړتيا لپاره د ايران پر چمتووالي ټينګار وکړی. سعودي عربستان او ايران د مارچ په لسمه نېټه اعلان وکړ چې له اوو کلونو کړکېچ وروسته يې د چين په منځګړيتوب د اړيکو د بېرته ټينګولو موافقه وکړه. سعودي عربستان په ۲۰۱۶ م کال کې وروسته له هغه له ايران سره ديپلوماتيکې اړيکې پرې کړې ،چې ايراني اعتراض کوونکو په دغه هېواد کې د سعودي پر ډيپلوماټيک ماموريت بريد وکړ. بل لور ته د ايران د بهرنيو چارو وزير امير عبدالهيان ويلي، ايران او د سعودي عربستان د بهرنيو چارو د وزيرانو په کچه د يوې غونډې تابيا کړې او د دې لپاره درې ځايونه وړانديز شوي دي. نوموړي د دې ځايونو نومونه نه دي ياد کړي او نه يې هم د احتمالي غونډې نېټه ياده کړې ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *