افغانستانخبرونه

سره مياشت د ۱۱زرو پر زړه سوريو ماشومانو درملنه کوي

د افغاني سرې مياشتې ټولنه وايي: ۱۱ زره په زړه سوري ماشومان يې ثبت کړي او هڅه کوي ،چې په هېواد کې دننه يا بهر يې درملنه وکړي. د دې ټولنې وياند عرفان الله شرفزوی وايي: له ۲۰۰۸ ميلادي کال څخه تر اوسه په هېواد کې دننه او بهر د ۱۳ زره ماشومانو د سوريو زړونو درملنه شوې ده. د ده په وينا: دا پروسه د يوه کال په مخه درېدلې وه، خو له تېرو ۵ مياشتو راهيسې بيا پيل شوې ده. شرفزوی وايي: په تېرو ۵ مياشتو کې د کابل په ۶ روغتونونو کې ۱۸۴ تنه تداوي شوي او کورونو ته تللي، خو په دې موده کې ۱۱ زره نور ثبت شوي ،چې بايد په داخل يا بهرکې تداوي شي. پخوا ډېر شمېر په زړه سوري ماشومان د درملنې لپاره جرمني ته استول کېدل. دافغاني سرې مياشتې ټولنه هڅه کوي، چې يو وار بيا بېلابېل هېوادونه د دې ډول ماشومانو په درملنه کې مرستې زياتې کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *