
خبرونه
سره صليب د روزګان له برېښنا آمريت سره د ۵۰ زره لېتره تېلو مرسته وکړه
د روزګان سيمه ييز مسئولين وايي، چې د دغه ولايت د برېښنا آمريت سره د سره صليب نړيوالې ادارې له لوري د ۵۰ زره لېتره تېلو مرسته وکړه.د روزګان د برېښنا ادارې مسئول ملا صفي الله انعام باختر آژانس ته ويلي، چې د دغه ۵۰ زره لېتره تېلو په مرسته به تر ۶ مياشتو د برېښنا د توليد جنراتورونه وچلېږي، چې ورسره به دغه ولايت کې د برېښنا د پرچاوۍ ستونزه حل شي.نوموړي وويل، سره صليب ICRC ادارې تردې وړاندې هم کابو ۳۳ زره ۹۰۰ لېټره تېلو مرسته کړې وه او ژمنه يې کړې وه.